پنجاب ته غوڅ پيغام لیږل پکار دي
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز اډمیرل مولن د جنوري په ۱۲ مه خپلو څرګندونو کې ، پاکستان د نړیوال تروریزم د ثقل مرکز وباله . نوموړي په ټینګار سره وویل « دا خبره ډېره حساسه او مهمه ده چې پاکستان کې د ترهګرو خوندي پناهځایونه بند کړای شي . موږ په افغانستان کې تر هغو نه شو بریالي کېدای چې دا مرکزونه له منځه نه وي تللي.»

که څه هم امریکايي لوړپوړو چارواکو په لږوډېر توپير دا ډول څرګندونې مخکې هم کړي ، خو داسې ښکاري چې د پنجاب د دوه مخی سیاست په اړه  د امریکا پشان د هغه هېواد د زوړ یار او بادار د زغم کاسه نوره په اوښتو وي او د پنجاب د نازولتوب شپې رالنډې شوې وي .

وړم کال د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن هم ویلي و چې د القاعدې مهم ځایونه په پاکستان کې دي نو ځکه زموږ لومړیتوب پاکستان دی . امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم  خپل یو راپور کې ویلي و چې ولسمشر اوباما د افغانستان لپاره د نوې تګلارې د جوړولو په مهال څو پوښتنې راپورته کړې چې یوه پوښتنه یې دا هم وه ، که چېرې افغانستان دویم ځل لپاره د طالبانو په ولقه کې راشي نو آیا اتومي پاکستان به هم د هغوي د ولقې لاندې راشي ؟ راپور زیاتوي چې د اوباما د بحث اصلي موضوع پاکستان و.  ولسمشر اوبامه ویلي و ترڅو پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې شتون ولري افغانستان ته د امریکايي سرتېرو استول به په بري کې کوم ځانګړی توپیر رامنځته نه شي کړای .

همدارنګه داسې څرګندونې د لویدیځو هېوادونو نورو لوړپوړو چارواکو هم کړي او وخت ناوخت يي د پنجاب غوږونه ورتاو کړي دي .

خو که د ګوتڅنډلو او ګواښونو سره ټاکلي تدبیرونه او عملي اقدامونه ملګري نه وي ، د پنجاب پشان دوه مخي او سپین سترګو واکمنانو لپاره بیا داسې ګواښونه دوه توته ارزښت نلري .

امریکا يي چارواکي اوس هم اصلي علت ته ګوته نه نیسي او د هغه پر ځای پر معلول غږیږي . د تروریزم مرکز پښتونخوا او قبایل نه دي چې امریکايي هره ورځ بمباروي ، بلکې د تروریزم مرکز اسلام اباد او په هغه کې ناست د ای ایس ای لوړ رتبه چارواکي ، پوځي جنرالان او نور سیاستوال دي چې د پنجاب د ګټو او ستراتیژۍ پر بنست ترهګر روزي ، افغانستان ، کشمیر او نورې نړۍ ته يي استوي .

د ترهګرو د روزلو او پلانیزه کولو بټۍ او ګاڼۍ په اسلام اباد کې ده . ترهګریځه ستراتیژي په اسلام اباد کې جوړیږي . وزیرستان ، کویټه او د پښتونخوا نورې سیمې چې هلته مذهبي توندلاري او ترهګر لېدل کیږي ، هغه د ترهګرو ښاخونه او څانګې دي چې بیخ او سټه يي بېرته پنجاب ته رسیږي . یانې د ترهګرو د روزنې او پالنې غوا په اسلام اباد کې لنګه ده یوازې شېدی ، مستې ، کوچ او پیروي يي د پاکستان په نورو کوڅو او بانډو کې پيداکیږي . ترڅو چې لنګه غوا حلاله نه شي ، هغه به د فساد شړومبې او مستې سیمې او نړۍ ته لیږي . ترهغو چې اسلام اباد کې واکمن اړ نه شي چې د ترهګرو د روزنې او پالنې څخه لاس واخلي د افغانستان او سیمې کوڅې ، کلي او بانډې به د توندلارو او ترهګرو د غویمنډو او وزلوبې ډګر وي .

اسلام اباد باید اړ کړی شي چې د ترهګرو د ملاتړ ستراتیژي بدله کړي او د هغې پرځای نوې ستراتیژي چې ګاونډیانو سره په سوله ، امنیت ، ګډپوهاوي او د متاقبلو اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړه وي ، غوره کړي .

افغانان تل له ډېر پخوا امریکایانو او نورو لویدیځوالو ته وايي چې د شف شف پرځای پنجاب ته شفتالو ووايي او هغه دا چې اسلام اباد ته په ټينګه او ښکاره ووايي چې د زړو او دوښمنو سیاستونو لوری بدل کړي او د افغانستان پر وړاندې د زور او جګړې ستراتیژي پایته ورسوي .

ترڅو چې د لویدیځ او په تېره بیا د امریکې لخوا پنجاب څخه د هغه د جګړییځې ستراتیژۍ د بدلون او د ترهګرو د ملاتړ څخه د لاس اخیستون په اړه غوڅ او پریکنده غوښتنه نه وي شوې ، افغانان به د امریکا پر څرګندونو تل شکمن کوي .

بلخوا اوس هم پنجاب ته د امریکي د مرستو لړۍ ادامه لري . پنجاب ددې مرستو زیاته برخه د ترهګرو په روزنه او پالنه لګوي . ترهګر د پنجاب د پوځ یوه نامريي برخه ده چې د ملیشې په بڼه د پنجابي اردو په لومړۍ لیکه کې جنګیږي . پنجاب افغانستان سره په جګړه کې ښکېل دی او اړ دی هغه مرستې چې له بهر او په تېره بیا يي له امریکا څخه ترلاسه کوي ، یوه زیاته برخه يي د جګړې جبهې ته بېلې کړي . نو که د امریکې مرستې پنجاب ته روانې وي او پنجاب يي په خلاصو لاسونو د ترهګرو په ملاتړ کې د افغانستان په جبهه کې لګوي ، نو افغانان ولې د امریکا په دوه مخۍ  شک ونکړي ؟

د امریکا به غوڅ پيغام پنجاب ته دا وي چې که پنجاب د ترهګرو د ملاتړ په اړه خپله ستراتیژي نه بدلوي او د افغانستان سره د جګړې سنګر تود ساتي، نو دا مرستې دې پرې بندې کړي . امریکا که وغواړي چې پنجاب د مذهبي توندلارو ، سخت دریځو او ترهګرو له ملاتړه راوګرځوي ډېر نور څه لاس کې لري او پنجاب هروخت په ګونډو کولای شي .

که امریکا د ګواښونو پرځای یوازې لاندې اقدامونه پلي کړي پنجاب لارې ته راوستلای شي :

ــ پخواني متقاعد او له دندې ګوښه جنرالان لکه حمید ګل ، پرویز مشرف او نور چې تل ترهګر په شا ټپوي چې پنجاب کې جهاد ناروا خو په افغانستان کې روا دي . پرې ورځۍ د افغانانو د سرونو پریکول ثواب او د مالونو لوټ يي غنیمت دی . پکار ده  دا جنرالان د ترهګرو سره د ملاتړ او مرستو په لامل په تور لیست کې شامل  شي .

ــ خپلې مالي مرستې دې پر پنجاب  بندې او یا لږ تر لږه مشروط کړي ، تر څو پنجاب اړ شي چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي

ــ پنجاب اړ کړی شي چې د افغانستان او سیمې په اړه خپله ستراتیژي چې د نوي مهال سره سمون نلري بدله کړي . د ای ایس ای په وړاندې چې افغانستان او سیمه کې د ټولو ترهګریځو فعالیتونو ترشا لاس لري او د لویدیځ په مقابل کې هم جنګیږي ، غوڅ او پریکنده دریځ ونیول شي .  

ــ د ډیورند تپلې کرښې په اړه دې د لروبرو افغانانو غوښتنې ته غوږ ونیسي ، له پنجابه دې د پښتونخوا سیمه چې د لوی افغانستان تاریخي برخه ده ، بېرته افغانستان ته ورکړل شي او په دې اړه دې د افغانستان له ادعا څخه هر اړخیز ملاتړ وشي .

 ــ دا چې پنجاب ، له نورې نړۍ څخه ترهګر اشر کوي او د پاکستان د نورو برخو پر ځای يي عمدآ او په لویلاس پښتونخوا کې دېره کوي ، ترڅو پرې افغانستان او سیمه نارامه کړي او نړیوالو ځواکونو ته هره ورځ مرګ او ژوبله له دې لارې ورسوی ، نو که دا سیمه افغانستان سره بېرته یوځای شي افغانستان به دا سیمه له ترهګرو څخه د تل لپاره پاکه کړي او سیمه کې ټول ګاونډیان به د سولې او امنیت سا واخلي .

د هغې ورځې په هیله چې د پنجاب دوه مخي سیاستونو ټولې نړۍ ته په  ډاګه شي  او نړۍ د پنجاب پر وړاندې غوڅ اقدامات ترسره کړي .

اخځونه :

ــ تاند او ځیني نورې بریښپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د جنوري ۱۳ مه               


January 14th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی